۰

امریکا له افغانستان سره د مرستو پر لارو چارو کار کوي

یکشنبه ۱۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۹
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي، امریکا له مرستندویه بنسټونو سره افغانستان ته د مرستې رسولو پر لارو چارو کار کوي.
امریکا له افغانستان سره د مرستو پر لارو چارو کار کوي
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي وايي، امریکا له مرستندویه بنسټونو سره افغانستان ته د مرستې رسولو پر لارو چارو کار کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن ساکي چې په یوه خبري کنفرانس کې خبرې کولې ویلي، دوی په دې لټه کې دي چې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې پر غوره لارو چارو غور وکړي.

د هغې په وینا امریکا افغانستان ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې هر ډول همکاري کوي خو په سیاسي برخه کې به یې محدودیتونه پر خپل ځای وي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړې، د بندیزونو او محدودیتونو په تړاو د امریکا دریځ تر دې دمه پر خپل ځای دی.

امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان حکومت په ځلونو له دغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتنه کړې ده او وایي، په هېواد کې د روان ناوړه اقتصادي وضعیت اصلي لامل همدا بندیزونه دي.

وړمه ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای ایډه هم پر امریکا نیوکه کړې وه، چې ولې یې د افغانستان پیسې کنګل کړې دي.

نوموړي ویلي و، د امریکا او نړیوالو له خوا د افغانستان د پانګې کنګل کول طالبانو ته نه بلکې عامو افغانانو ته زیان رسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي