۰

د امریکا دفاع وزارت افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشت ارزوي

چهارشنبه ۱۷ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۳
راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزارت پتیلې، چې د یوه بې طرفه پلاوي پر مټ په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشت و ارزوي.
د امریکا دفاع وزارت افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشت ارزوي
راپورونه وايي، د امریکا دفاع وزارت پتیلې، چې د یوه بې طرفه پلاوي پر مټ په افغانستان کې د خپل ماموریت وروستۍ میاشت و ارزوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پنټاګونو سرچینو رسنیو ته ویلي، دغه وزارت د دې کار لپاره یو بې طرفه پلاوی هم ګمارلی او دغه پلاوی به د دوحې له هوکړې وروسته بیا د تخلیې تر وروستۍ ورځې په افغانستان کې د پنټاګون ماموریت وارزوي.

سرچینې ویلي، تر ټولو ډېر تمرکز به د تخلیې ماموریت پر څرنګوالي وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د کانګرېس غړو هم د داسې کمېټو د جوړولو خبر ورکړی چې دوی به په افغانستان کې د امریکا ټول شل کلن ماموریت ارزوي او د ارزونو له پایلو به د امریکا د راتلونکو تګلارو او پالیسیو لپاره کار اخلي.

د امریکا د کانګرېس غړو دا خبرداری هم ورکړی، چې په دې ماموریت کې پړه امریکایي چارواکي به ارو مرو خپله سزا ویني.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي