۰

ترکیه او قطر غواړي د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه مدیریت کړي

سی شنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۲
راپورونه وايي، ترکیه او قطر غواړي چې په افغانستان کې د پنځه هوایي ډګرونو د مدیریت چارې تر لاسه کړي.
ترکیه او قطر غواړي د افغانستان پنځه هوايي ډګرونه مدیریت کړي
راپورونه وايي، ترکیه او قطر غواړي چې په افغانستان کې د پنځه هوایي ډګرونو د مدیریت چارې تر لاسه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، ترکیه به د قطر سره په ګډه د افغانستان د پنځه هوایي ډګرونو مسوولیت پر غاړه واخلي.

د هغه په وینا ترکیه او قطر کېدای شي دا موضوع د راتلونکې چهارشبنې په ورځ د افغانستان له نوي حکومت سره شریکه کړي.

د یادونې ده چې ترکیې وړاندې تر دې هم د کابل د هوایي ډګر د امنیتي چارو د پر مخ بیولو غوښتنه کړې وه خو اسلامي امارت رد کړې وه.

اسلامي امارت د دغه غوښتنې په غبرګون کې ویلي وو، دوی د دغه هوایي ډګر د امنیت ساتنه کې هېڅ بهرني ځواک ته اړتیا نه لري او که چېرته ترکیه غواړي په تخنیکي چارو کې مرسته وکړي نو دوی یې هرکلی کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي