۰
مولوي هبت الله اخندازاده د امارت مسوولینو ته!

له خلکو سره نرم چلند وکړۍ، ټول د هېواد د آبادۍ لپاره لاس په کار شي

چهارشنبه ۲۴ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۲
د افغانستان د اسلامي امارت مشرشیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده په کندهار کې له ولایتي چارواکو سره لیدلي او د ټول امارت مسوولینو او کارکوونکو ته یې یو لړ سپارښتنې کړې دي.
له خلکو سره نرم چلند وکړۍ، ټول د هېواد د آبادۍ لپاره لاس په کار شي
د افغانستان د اسلامي امارت مشرشیخ الحدیث مولوي هبت الله اخندزاده په کندهار کې له ولایتي چارواکو سره لیدلي او د ټول امارت مسوولینو او کارکوونکو ته یې یو لړ سپارښتنې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، ښاغلي اخندزاده پرون سه شنبې د لیندۍ ۲۳ مه کندهار کې د دغه ولایت له اداري مسوولینو سره کتلي دي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار کړي، چې ټول مسوولین باید عاجزي غوره کړي او خپل ځانونه په بشپړه توګه کنټرول کړي او دغه راز له ولس سره تر ټولو نرم چلن وکړي.

 دغه راز ښاغلي اخندزاده نظامي چارواکو ته په خطاب کې ویلي، پوځي ادارې باید خپل سرتېري په ښو اخلاقو سمبال کړي څو له ولس سره ښه سلوک وکړي.

د اسلامي امارت مشر زیاته کړې، چې ټول رییسان باید وخت پر وخت له علماوو سره لیده کاته ولري او د کارونو د پرمختګ په برخه کې ورڅخه سلا مشورې واخلي.

شیخ هبت الله اخندزاده ټینګار کړی دی چې اسلام، هېواد او ولس ته د کار کولو لپاره غوره زمینه برابره شوې ده او ټول مسوولین دې په ټول توان سره د هېواد د ښېرازۍ او ابادۍ لپاره هلې ځلې وکړي.

د اسلامي امارت رهبر د خپلو خبرو په پای کې ویلي، امنیتي ارګانونه باید د خلکو د امنیت خوندیتوب برخه کې جدي واوسي او دغه راز امنیتي اصول په کلکه مراعات کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي