۰

د ازبکستان - افغانستان - پاکستان د ريل پټلۍ کارونه پیلېږي

یکشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۷
د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر الهام محکموف وايي، راتلونکي پسرلي کې به د ازبکستان - افغانستان - پاکستان د ريل پټلۍ کارونه پیل شي.
د ازبکستان - افغانستان - پاکستان د ريل پټلۍ کارونه پیلېږي
د ازبکستان د ترانسپورټ وزیر الهام محکموف وايي، راتلونکي پسرلي کې به د ازبکستان - افغانستان - پاکستان د ريل پټلۍ کارونه پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محکموف دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارست سرپرست امیرخان متقي سره په کابل کې د یوې لیدنې پر مهال کړې دي.

ښاغلي الهام محکموف چې د یوې پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی دی، له ښاغلي مقتي سره یې په دوه اړخیزه اړیکو او مسایلو ګټورې خبرې کړې دي.
 
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، ازبکستاني پلاوي په پسرلي کي د ازبکستان - افغانستان - پاکستان د ريل پټلۍ د کارونو د شروع په اړه افغان لوري ته ډاډ ورکړ.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محکموف په خپلو خبرو کې دا هم ویلي، چې د رېل پټلۍ له پیل سره سم به په ازبکستان کي افغانانو ته د ريل د پټلۍ اړوند روزنه ورکړل شي.

خبرپاڼه زیاتوي، ازبکستاني پلاوي د خپله اړخه افغانستان سره د هر راز مرستي ژمنه وکړه، پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ته د ازبکستان د ليدو بلنه هم ورکړه.

سرچینه وايي، ښاغلي اميرخان متقي د پلاوي غوښتنه ومنله او د دوه اړخيزو موضوعاتو په اړه يي ازبکستاني پلاوي ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي