۰
افراسیاب خټګ عمران خان ته!

پاکستان کې د څوک په خوله پیاز نه خوري، د ځان د افغانستان استازی جوړوې

دوشنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۴
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ملتپال پښتون سیاستوال او د ملي جمهوري غورځنګ مشر لارښود افراسیاب خټګ د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته توغند غبرګون ښودلی دی.
پاکستان کې د څوک په خوله پیاز نه خوري، د ځان د افغانستان استازی جوړوې
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ملتپال پښتون سیاستوال او د ملي جمهوري غورځنګ مشر لارښود افراسیاب خټګ د افغانستان په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته توغند غبرګون ښودلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان پرون یکشنبې د لیندۍ ۲۸ مه د افغانستان په اړه د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په غونډه کې یو لړ ادعاوې وکړې.

عمران خان ادعا وکړه، چې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له دغه هېواد څخه پاکستان تهدیدوي.

دغه راز عمران خان افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ستونزې په اړه و ویل، چې له تعلیم او تحصیل سره ضدیت د افغان ټولنې یو له ځانګړنو دی.

د عمران خان دغه ادعاوې او سپکاوي د ګڼو افغان سیاسیونو تر څنګ له پولې پورې غاړې د افغان سیاست والو او خواله رسنیو د کارکوونکو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

ملتپال پښتون سیاستوال او د ملي جمهوري غورځنګ مشر لارښود افراسیاب خټګ ویلي: اوس خبره دې ته شوه چې عمران، د چا په خوله چې پاکستان کې هم څوک پیاز نه خوري، هغه به د افغانستان د معارف په باب تصمیم نیسي.

ښاغلي خټک پاکستاني لومړي وزیر ته په خطاب کې ویلي: که خدای کول، د افغانستان د لاس لاندې ساتلو د پخوانیو دسیسو په شان به دغه نوې دسیسه هم شنډه شي!

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د لومړي وزیر څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته سپکاوی ګڼلی.

حامد کرزي له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغانستان په کورنيو چارو کې له لاسوهنې او د افغانستان په استازيتوب پر نړيوال سټیج له را څرګنديدو ډډه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي