۰

کابل کې د امریکا ضد لاریون، نور افغانان مه ځوروۍ، پیسې یې خوشې کړۍ

سی شنبه ۳۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۰
د کابل سلګونه اوسېدونګو د امریکا پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې د بایډن له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان کنګل کړې پیسې آزادې کړي.
کابل کې د امریکا ضد لاریون، نور افغانان مه ځوروۍ، پیسې یې خوشې کړۍ
د کابل سلګونه اوسېدونګو د امریکا پر ضد د یوه لاریون په ترڅ کې د بایډن له حکومته وغوښتل، چې د افغانستان کنګل کړې پیسې آزادې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون نن سه شنبې د لیندۍ ۳۰ مه د کابل ښار زړه عبدالحق څلور لاري کې په لار اچول شوی وو چې سلګونو کسانو په کې ګډون درلود.
لاریون کوونکو له ځانه سره شعارونه لېږدول، مرګ پر امریکا او ژوندی دې وي اسلامي امارت شعارونو په بدرګه کولو سره یې له امریکا وغوښتل، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې خوشې کړي.

دوی ویلي، چې د امریکا له خوا کنګل شوې پیسې د افغانستان د ملت حق دی او باید چې آزادې کړل شي.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې امریکايي حکومت ته په خطاب کې و ویل«اشغال ګره امریکا دې د افغانستان د ملت له ځورولو لاس واخلي، زموږ پیسې د خوشي کړي.»

دغه راز لاریون کوونکو د دوی په وینا د اشغالګرې امریکا د واک د چپه شوي حکومت پر ځینو هغه کسانو هم نیوکې وکړې، چې وایي، امریکا دې د افغانستان پیسې نه خوشي کوي.

دوی ویل د اشغالګرې امریکا د پرځول شوي واک واکداران دې د امریکا د اقتصادي فشارونو ملاتړ نه کوي، بلکې د افغانستان د زېرمې د خلاصون غوښتنه دې وکړي.

د یادونې ده، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم امریکا او نړیوال بانک د افغانستان ۹ میلیارد او ۶۹۴ میلیونه ډالر نغدې پیسې، سره زر، نور قیمتي توکې او قرضې کنګل کړې.

کابل کې د امریکا ضد لاریون او له دغه هېواده د افغانستان د کنګل شویو پیسو د آزادېدو غوښتنه پر داسې مهال کېږي، چې تازه د امریکا د کانګرېس ۴۰ دیموکراتو غړو هم په یوه لیک کې د بایډن له ادارې غوښتې، چې د افغانستان کنګل شوې پیسې ورخوشې کړي.

دغه امریکايي استازو په لیک کې غوښتنه کړې، چې د دغه کنګل شوې زېرمه دې په افغانستان کې د پراخې لوږې د مخنیوي په موخه خوشې کړی شي.

د امریکا د کانګرس یاد شمېر غړو ویلي، د افغانستان د مرکزي بانک د پانګې کنګل کېدل په دغه هېواد کې بشري ناورین لا زیاتوي او دغه راز د یاد هېواد بانکونه او خصوصي شرکتونه له سقوط سره مخ کوي.

په لیک کې د امریکا حکومت ته ټینګار شوی، چې کنګل شویو پیسو ته د افغانستان د لاس رسي زمینه برابره کړي ځکه په وینا یې بشري مرستې نه شي کولی، د اقتصادي پاشلتیا، د دولت کارکوونکو ته د معاش د نه ورکړې، خوراکي توکو د بیو د نه لوړ والي او دغه راز د لوږې مخینوی وکړي.

دوی په لیک کې پر طالب چارواکو د بندیزونو تاثیرات پر مالي او مرستندویه ادارو او بنسټونو هم بې اغېزې ونه باله او اندېښنه یې پرې څرګنده کړه.

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړي دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د داسې لارو چارو په لټه کې دي، چې د افغانستان ته د بشري مرستو تر څنګ نغدې پیسې هم ولېږي.

په ورته وخت کې یوه لوړ پوړي امریکايي چارواکي دا خبره هم کړې، چې امریکا پر افغانستان د بندیزنو د نرمولو موضوع ارزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي