۰

جنرال پټریوس: امریکا ښايي طالبان په رسمیت ونه پېژني

چهارشنبه ۱ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۵
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال ډېوډ پټریوس ویلي، ښايي امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.
جنرال پټریوس: امریکا ښايي طالبان په رسمیت ونه پېژني
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني عمومي قوماندان جنرال ډېوډ پټریوس ویلي، ښايي امریکا د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال پټریوس ویلي، امریکا ځکه دغه کار ښايي ونه کړي، چې طالبان خپلو ژمنو ته پابند نه دي.

نوموړي ویلي، طالبان بشري حقونو ته درناوي، ښځو ته د تعلیم او کار د زمینې برابرول ته ژمن نه ښکاري، په همدې دلیل ښايي امریکا هغوی په افغانستان کې په رسمیت ونه پېژني.

دغه امریکايي جنرال ټینګار کړی، چې امریکا به بیا په افغانستان کې خپل سفارت فعال نه کړي، په وینا یې ان که امریکا طالبان په رسمیت و هم پېژني.

جنرال پټریوس له امریکا غږ سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا به خپل قونسلي خدمات له قطر څخه وړاندې کوي.

هغه یو ځل بیا ویلي، چې طالبان به د نړیوالو غوښتنو ته غاړه کېنږدي، ځکه که دا کار وکړي، ښايي د دغه ډلې افراطي غړي ترې جلا او نورو ډلو لکه داعش او القاعدې ته ورشي.

نوموړي په ورته وخت کې د افغانستان د مخکني حکومت د سقوط په اړه ویلي، یو له دلایلو دا و، چې په افغانستان او سیمه کې د امریکا د ستراتېژیکو اهداف د زغم وړ نه و.

د دغه امریکايي جنرال په وینا د امریکايي ځواکونو وتل او د امریکا د پوځ قراردادونه چې افغان هوايي ځواک یې حمایه کاوه، د غني د حکومت په سقوط کې مرسته وکړه.

جنرال پټریوس د مخکني حکومت د سقوط یو بل لامل پراخ فساد یاد کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي