۰

ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د امریکا وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

پنجشنبه ۲ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۰
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د امریکا وړاندیز شوی پرلیک تصویب کړ، چې موخه یې افغانستان ته د بشري مرستو رسول دي.
ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د امریکا وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د امریکا وړاندیز شوی پرلیک تصویب کړ، چې موخه یې افغانستان ته د بشري مرستو رسول دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیت شورا پرون چهارشنبې دغه پرېکړه لیک تصویب کړی، چې پر اساس یې په افغانسان کې د مرستو لپاره پر طالبانو بندیزونه استثنا ګرځول کېږي.

دا پرېکړه لیک، چې د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري وړاندې شوی و، د امنیت شورا د ۱۵ غړیو له لوري په یوه خوله تصویب شو.

په ملګروملتو کې د امریکا دایمي استازې لیندا توماس ګرینفیلډ د امنیت شورا د پرېکړه لیک د تصویب کېدو هرکلی کړی وايي، دا پرېکړه لیک افغانستان ته د بشري مرستو او هغو فعالیتونو لپاره چې د لومړنیو بشري اړتیاوو د ملاتړ لپاره کېږي، د ملګروملتو په بندیزونو کې استثنا قایلېږي.

نوموړې ویلي، دا د ملګروملتو د امنیت شورا له لوري په یوه خوله د دغه پرېکړه لیک، چې په افغانستان کې د خلکو لپاره خورا ضروري دی، د تصویب په خاطر ستاینه کوي.

په ملګروملتو کې د بریتانیا سفیرې باربرا ووډوارډ وویل، دا پرېکړه لیک به د هغو بندیزونو له کبله چې په ۱۸۸۸ کې لګول شوي وو، له خلکو سره د مرستې لار هواره کړي.

د دغه پرېکړې له مخې نړیوال مرستندویه بنسټونه او هېوادونه کولی شي په ډاډه زړه خپلې بشردوستانه مرستې افغانستان ته ورسوي.

امنیت شورا وایي افغانستان له اقتصادي سقوط سره مخ دی نو له همدې امله د افغانستان له خلکو سره اقتصادي او بشردوستانه مرستې له هر ډول خنډونو او بندیزونو خوندي دي.

سرچینې همدا راز ویلي چې دغه مرستې باید د نوي حکومت هغو اداراتو او چارواکو ته و نه رسېږي چې له بندیزونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وايي، باید بشردوستانه مرستې پر وخت اړمنو کسانو ته ورسېږي او دوی ټینګار کړی چې د افغانستان پر نوي حکومت به یې بندیزونه دوام کوي او پوره احتیاط به کېږي چې له مالي سرچینو استفاده و نه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي