د لوړو زده کړو سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني، چې تازه د پاکستان له سفر څخه راستون شوی وایي، ډېر ژر به د پوهنتونو دروازې د نجونو پر مخ پرانستل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني ټینګار کړي، چې دوی د نجونو د لوړو زده کړو مخالف نه دي، خو باید یو چوکاټ ورته رامنځ ته شي.
د هغه په وینا دوی په یوه ټولګي کې د ښځینه وو او نارینه محصلینو د زده کړو مخالف دي او د دغه ستونزې د حل لپاره یې کار پیل کړی دی.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي، دوی تمه لري، چې ژر تر ژره وکړی شي دغه ستونزه حل کړي او په دې سره افغان نجونې پوهنتونو ته راستنې شي.
د یادونې ده، چې پرون د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هم په یوه ولسي غونډه کې ټینګار وکړ، چې ډېر ژر به د نجونو تعلیم ته اجازه ورکړل شي.
هغه و ویل، چې ښځې د تعلیم او کار حق لري او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د ځينو تخنیکي ستونزو په حل سره د زده کړو او کار زمینه ورته برابره کړي.
ښاغلي ستانکزي ټینګارو کړ، چې دوی د ښځینو د عصري علومو د زده کړې مخالف نه دي، خو په هغه شکل یې هم نه غواړي، لکه غرب کې چې دي.
باید و ویل شي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د لوړ زده کړو او دغه راز تر شپږم پورته د نجونو پر مخ د تعلیمي مرکزونو دروازې تړل شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل