۰

آشټن او بلېنکن د افغانستان په تړاو کانګرس ته غوښتل کېږي

چهارشنبه ۱۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۱۲
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او دفاع وزیر د افغانستان په تړاو استجوابوي.
آشټن او بلېنکن د افغانستان په تړاو کانګرس ته غوښتل کېږي
د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا کانګریس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او دفاع وزیر د افغانستان په تړاو استجوابوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رسنۍ وايي، ټاکل شوې چې لوید اشټن او انتوني بلېنکن د روانې میاشتې په یوولسمه نېټه د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وربلل شي او د افغانستان په اړه د استازو پوښتنې ځواب کړي.

راپورنه زیاتوي، دوی به په افغانستان کې پر روان وضعیت، د تېر شل کلن ماموریت، د تخلیې ماموریت او د افغانستان په اړه د امریکا پر راتلونکو سیاستونو او د احتمالي خطرونو په کنټرولولو د استازو پوښتنو ته ځواب ووايي.

امریکايي استازي اندېښنه لري چې ښايي له افغانستان یو ځل بیا نړۍ ته ګواښونه جوړ شي خو د امریکا د دفاع وزارت ادعا کوي چې هر څه له نږدې څاري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي