د هند د نيشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس ايس.اين پرادان وايي، له افغانستان څخه دغه هېواد ته د نيشه يي توکيو د قاچاق خطر دوه چنده شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرادان زیاته کړې، دغه خطر د طالبانو د واکمنۍ او په افغانستان کې د اقتصادي او اجتماعي وضعيت له خرابيدو سره جدي شوی.
د هند د نيشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس غوښتنه کړې، چې د دې خطر د کمولو لپاره باید ټول لوري همکاري سره وکړي.
د یادونې ده، چې له افغانستان د نيشه يي توکو د کر او قاچاق زیاتېدو په اړه د سیمې ګڼ نور هېوادونه هم انديښمن دي، چې یو له هغې هم روسیه ده.
جمهورخبري آژانس:کابل