۰

د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو

شنبی ۲۵ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۶
د افغانستان د اسلامي امارت د المپیک کمېټې مشر نظر محمد مطمین وایي، د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو.
د افغانستان د اسلامي امارت د المپیک کمېټې مشر نظر محمد مطمین وایي، د افغانستان د تکواندو فدراسیون رئیس نجیب الله سکندر له برمته کوونکو ازاد شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي مطمین ویلي، چې ښاغلي سکندري د اسلامي امارت د استخباراتو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې له انسان تښتوونکو راخوشی شوی دی.

ښاغلي مطمین په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړی.

په ورته وخت  د تکواندو فدراسیون ویاند ذبیح‌الله شهزاد هم په فېس‌بوک کې لیکلي چې نجیب‌الله سکندر خوشې شو او اختطاف کوونکي نیول شوي دي.

د یادونې ده، چې ښاغلي سکندر د سې شنبې په شپه د شپې د لس نیمو بجو خوا ته خپل کور ته روان و چې د ښار د څلورمې او پنځمې امنیتي حوزې ترمنځ تری تم شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي