۰

هرات: ماین چاودنې ۷ تنه وژلي او ۹ نور ټپیان دي

یکشنبه ۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ښځو په ګډون ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هرات: ماین چاودنې ۷ تنه وژلي او ۹ نور ټپیان دي
سیمه ییز روغتیايي چارواکي تاییدوي، چې هرات ولایت کې د یوې چاودنې له امله د ښځو په ګډون ۱۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون شنبې د سلواغې ۲ مه ناوخته د هرات ښار د حاجي عباس په سیمه کې د سورلۍ په پلانکوچ ډوله موټر شوې ده.

د هرات روغتیايي چارواکي وایي، په دغه چاودنه کې د څلورو ښځو په ګډون ۷ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د ډاکترانو په وینا د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند محمود رسولي د چاودنې پخلۍ کړی خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي