د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد وايي، افغان ځواکونه د خپلو خلکو او خاورې د دفاع پوره وړتیا لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزیر او د پوځ مشر قاري فصیح الدین فطرت پرون د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته تللي و.
د دفاع سرپرست وزیر مولوي یعقوب د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه د لیدنې پر مهال ویلي، له خپلې خاورې او خلکو د دفاع او ساتنې پوره توان لري.
هغه ټینګار کړی و، چې افغان ځواکونه د هېواد له خاورې او پولو څخه د دفاع وړتیا لري او هېڅ تېري کوونکي ته د امنیت او سولې د تخریب اجازه نه ورکوي او له خپل هېواده ساتنه کوي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد زیاته کړې، اوس د دې وخت دی، چې ټول افغانان تر یوه چتر لاندې په ګډه د هېواد د پرمختګ او هوساینې لپاره کار وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل