۰

د پخوانیو افغان چارواکو د مالي فساد په اړه پلټنې کېږي

چهارشنبه ۱۳ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۵
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، د مخکني حکومت د فسادو چارواکو د مالي فساد په اړه به پلټنې وکړي.
د پخوانیو افغان چارواکو د مالي فساد په اړه پلټنې کېږي
د افغانستان پر بیارغونې د امریکا د څار اداره یا سیګار وايي، د مخکني حکومت د فسادو چارواکو د مالي فساد په اړه به پلټنې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیګار مشر جان سپکو ټینګار کړي، چې د مخکني حکومت د فساد او مرستو د حیف میل او اشرف غني د حکومت د سقوط دلایل به د امریکا کانګرس ته وړاندې کړي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي«زه او همکاران مې د ولسمشر غني سربېره د نورو کسانو چې له افغانستان څخه یې پیسې ایستلې پلټنې وکړو.»

د هغه به وینا امریکا یوازې د اشرف غني او نورو چارواکو د مالي فساد د تورونو په اړه نه بلکې د نورو مسایلو په اړه به هم څېړنه وکړي.

دی وایي، دا چې ولې افغان حکومت او پوځ په دومره بېړه وپاشل شو، د نظامي تجهیزاتو برخلیک څه شو، پیسې، تیل او نور شیان چې په وروستیو کې مو مخکني افغان حکومت ته لېږلې څه شوې، دا به هم وپوښتي.

جان سپکو ویلي، چې د دغه موضوعاتو په اړه به د ده پټ راپور په مارچ او اپریل میاشتو کې کانګرس ته وړاندې شي او له هغې وروسته به عمومي کړی شي.

نوموړی وايي، له افغانستان سره د مرسته شویو پیسو څخه څه کم ۱۵.۵ میلیارده ډالر حیف او میل شوي، چې په اړه یې باید پلټنې وشي.

که څه هم نوموړي د مخکني افغان ولسمشر نوم هم د پیسو په ایستلو کې یاد کړی او پر هغه تور دی، چې له هېواده د وتلو پر مهال یې ۱۶۹ میلیون ډالره له ځان سره وړي دي.

خو ښاغلي غني په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا خبرې په کلکه رد کړې چې ګڼې ده پیسې ایستلې او په ټینګار سره یې ویلي، چې دی د بې طرفه نړیوال پلاوي په حضور کې حساب ورکولو ته چمتو دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي