۰

امریکا کابل کې د ورستي ځانمرګي برید په اړه نور جزیات خپاره کړي

شنبی ۱۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۴۳
د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ کابل کې پر امریکایي او عامو افغانانو د وروستي ځانمرګي برید په اړه نور جزیات هم خپاره کړي دي.
امریکا کابل کې د ورستي ځانمرګي برید په اړه نور جزیات خپاره کړي
د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ کابل کې پر امریکایي او عامو افغانانو د وروستي ځانمرګي برید په اړه نور جزیات هم خپاره کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مک کینزي وایي، په دې پېښه کې پر هېچا ډزې نه دي شوې.

نوموړي زیاته کړې، هغه ادعاوې ناسمې دي چې ګواکي تر برید وروسته پر لسګونه کسانو ډزې شوې دي.

دی وايي، په چاودېدونکو توکو کې داسې مواد ځای پر ځای شوي وو، چې تر چاودنې وروسته پاشل شوي او د خلکو د وژل کېدو سبب شوي دي.

خو هغه مهال عیني شاهدانو ویلي وو، تر چاودنې وروسته امریکايي ځواکونو ډزې کړې دي چې له امله یې ګڼ خلک ووژل شول.

وروستي راپورونه ښيي چې د اګسټ په ۲۶مه په دې پېښه کې شاوخوا ۲۰۰ ملکي افغانان او تر ۱۳ پورې امریکایي عسکر ووژل شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي