۰
د پاکستان د کورنیو چار وزیر تازه ادعا:

پاکستاني طالبانو د امریکا پاتې عصري وسلو ته لاس رسی پیدا کړی دی

شنبی ۱۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۴۲
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وايي، پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شویو عصري وسلو ته لاسرسي پیدا کړی دی.
پاکستاني طالبانو د امریکا پاتې عصري وسلو ته لاس رسی پیدا کړی دی
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید وايي، پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي افغانستان کې د امریکايي ځواکونو څخه پاتې شویو عصري وسلو ته لاسرسي پیدا کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رشید یو ځل بیا دا ادعا هم کړې، چې پاکستاني طالبان دلته بریدونه کوي او وروسته بېرته افغانستان ته اوړي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته ښايي په پاکستان کې وسله وال بریدونه او چاودنې زیات شي، ځکه پاکستاني طالبانو عصري وسلې موندلې دي.

ده ویلي، د حکومت د هڅو سره سره د پاکستاني طالبانو سره مذاکره کامیابیدونکې نه ده، اوس باید د هغوی پر وړاندې جګړه وشي او له دې پرته بله لار نشته.

نوموړي د خپل هېواد پارلمان ته د وینا پر مهال زیاته کړې، د پاکستاني طالبانو وړاندیز شوي شرایط حکومت ته د منلو وړ ندي، نو د هغه په وینا له جګړې پرته بل انتخاب نشته.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا ادعا هم کړې، چې د ده په وینا د بلوچ یاغي ډله له طالبانو سره یوځای شوې او اوس هغوی د نورو سخت دریځو ډلو له ملاتړ څخه برخمن دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر دا ادعا پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت ټینګاره سره ویلي، چې دوی هېڅ ډلې ته په خپله خاوره کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي