۰

پاکستان د واګې بندر تړلی د افغانستان پر صادراتو یې بندیز لګولی

سی شنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۳
یو شمېر سوداګرو پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان پر صادراتو بندیز لګولی دی.
پاکستان د واګې بندر تړلی د افغانستان پر صادراتو یې بندیز لګولی
یو شمېر سوداګرو پاکستان د واګه بندر له لارې د افغانستان پر صادراتو بندیز لګولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سوداګرو زیاته کړې، چې له څلورو ورځو راهیسې پر توکو بار د افغان سوداګرو موټرونه درول شوي دي.

په ورته وخت کې هندي لوري هم ویلي، څلور ورځې کېږي چې د افغان سوداګرو لارۍ هند ته نه دي د ننه شوې.

د هند د سوداګرۍ چارو ادارې زیاته کړې، د جنوبي اسیا په سوداګریز سند کې د ځینو اختلافونو له امله پاکستان تل په دې ډول اقداماتو لاس پورې کوي خو دوی د ستونزې د حل په لټه کې دي.

افغانستان د واګه بندر له لارې د جنوبي اسیا له ډېری هېوادونو سره سوداګري کوي، خو پاکستان وخت ناوخت د افغان سوداګرو لپاره دغه ډول خنډونه جوړوي.

پاکستان د واګې بندر پر داسې مهال تړي او د افغان سوداګرو پر صادراتو بندیز لګوي، چې څو ورځې وړاندې یې د ملي امنیت سلاکار معید یوسف کابل کې له نوي حکومت سره ژمنه وکړه، چې د سوداګرۍ په برخه کې به اسانتیاوې رامنځ ته کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي