۰
کاملوف:

افغانستان د سیمې او نړۍ سره د ښو اقتصادي اړیکو لټه کې دی

پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۵۶
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وايي، افغانستان له سیمې او نړۍ سره د ښو اقتصادي اړیکو په لټه کې دی.
افغانستان د سیمې او نړۍ سره د ښو اقتصادي اړیکو لټه کې دی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف وايي، افغانستان له سیمې او نړۍ سره د ښو اقتصادي اړیکو په لټه کې دی.

د جمهورآژانس د خبر له مخې کاملوف زیاته کړې، د افغانستان نوی حکومت په دې لټه کې دی چې له نړۍ او سیمې سره ښې اقتصادي اړیکې ولري او د مصوونې سوداګرۍ لپاره زمینه برابره کړي.

دی ټینګار کوي، چې نړیوال باید د افغانستان د نوي حکومت له دې هڅو هرکلی او ملاتړ وکړي.

د هغه په وینا په مقابل کې د افغانستان نوي حکومت ته په کار ده چې خپلو خلکو ته د ښه ژوند زمینه برابره کړي، د ټولو وګړو حقوقو ته درناوی وکړي او د ترهګرو ډلو په له منځه وړلو کې رغنده ګامونه اوچت کړي.

د یادونې ده، چې اسلامي امارت واک ته تر رسېدو وروسته په وار وار ویلي چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره د سالمو اقتصادي او پر دوه اړخیزو ګټو ولاړو اړیکو غوښتونکي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي