سلګونو کابل مېشتو د افغانستان د شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن وروستۍ اجرايي فرمان په کلکه غندلی او دا یې یو غیر انساني او غیر اخلاقي عمل وباله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې لاریون پرون شنبې د سلواغې ۲۳ مه د کابل ښار د عیدګاه جومات مخې ته د سلګونو کابل مېشتو له خوا وشو.
لاریونوالو د امریکا د ولسمشر جوبایډن پرېکړه وغندله او ویې ویل، چې بایډن په هېڅ قانون حق نه لري، چې د افغانانو شتمنۍ لوټ کړي.
دوی و ویل، بایډن نه یوازې دا چې د افغانانو د شتمنۍ د وېش حق نه لري، بلکې په وینا یې امریکا باید په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د خپلو جنایتونو ځواب و وايي او د افغانانو د قربانیو غرامت ورکړي.
لاریون والو له نورو افغانانو که په داخل کې دي او که بهر کې غږ وکړ، چې د بایډن د پرېکړې پر ضد لاریون وکړي او له امریکا څخه د افغانانو حق وغواوي.
د ولسمشر بایډن د پریکړې له مخې په امریکا کې د افغانستان د ملي بانک له کنګول شویو شمتنیو څخه درې اعشاریه پنځه میلیارده ډالره د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې د برید د قربانیانو کورنیو ته ورکول کیږي.
د بایډن د اجرائي فرمان له مخې چې د جمعې په ورځ یې لاسلیک کړ، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نور درې اعشاریه پنځه میلیارډه ډالر له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره ځانګړي شویدي چې د ملګرو ملتونو له خوا به د مرستې د یوه صندوق له لارې دوی ته ورکړل شي.
جمهورخبري آژانس:کابل