۰

د افغانستان ګڼو ولایتونو کې د بایډن د پرېکړې پر ضد لاریونونه روان دي

سی شنبه ۲۶ دلو ۱۴۰۰ ساعت ۱۲:۲۰
د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د افغانستانۍ د شتمنۍ په اړه د بایډن د پرېکړې پر ضد لاریونونه روان دي.
د افغانستان ګڼو ولایتونو کې د بایډن د پرېکړې پر ضد لاریونونه روان دي
د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې د افغانستانۍ د شتمنۍ په اړه د بایډن د پرېکړې پر ضد لاریونونه روان دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سلګونه لاریونوالو د امریکا د ولسمشر دغه پرېکړه غندلې او له هغه یې غوښتي، چې پر خپله پرېکړه له سره غور وکړي.

په ننګرهار، کندهار، فاریاب او ګڼو نورو ولایتونو کې کسبه کارانو، عامو وګړو، هټۍوالو او د بېلو ټولنو استازو د بايډن د پرېکړې په غبرګون کې پراخ سوله ییز لاریونونه پيل کړي دي.
 
لاریونوال وايي، دا شتمنۍ د کوم حکومت او کوم شخص نه ده، بلکې دا د افغان ولس پیسې دي.

دوی زیاتوي، بایډن په غیر قانوني توګه د افغانانو شتمني یرغمل کړې او اوس یې د غلا کولو لپاره لارې چارې پلټي.

دغه سلګونه کسان غوښتنه کوي چې د افغانانو شتمني باید بېرته راوګرځول شي او بایډن دې له خپلې پرېکړې په شا شي.

لاریون کوونکي همدا راز پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې د جګړه ځپلو افغانانو غږ واوري او د امریکا د بې عدالتیو پر وړاندې د افغانانو تر څنګ ودرېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي