۰

د مالیې وزارت:ګمرکونو کې د فساد کچه صفر شوې ده

یکشنبه ۱ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۲۷
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د هېواد په ګمرکونو کې د مالي فساد کچه صفر شوې ده.
د مالیې وزارت:ګمرکونو کې د فساد کچه صفر شوې ده
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو سره د هېواد په ګمرکونو کې د مالي فساد کچه صفر شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ماليې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي، د ټولو ګمرکونو مسوولان بدل شوي، د فساد سرچینې وچې شوې او ډېجیټل سیستمونه فعال شوي دي.

نوموړي دا هم ویلي، چې د ګمرکونو له مسوولانو پرته د سيستمونو اړوند کارکوونکي دوی نه دي ايسته کړي، خو ځينو خپله د شخصي ستونزو له کبله دندې پرې ایښي دي.

د ماليې وزارت وياند ټینګار وکړ چې فساد ډېر ځله د لوړ پوړو مسوولانو له کبله رامنځته کیږي او که دوی فاسد نه وي، نور څوک ترې فساد نه شي کولای.

هغه په ورته وخت کې ومنله چې د طالبانو له واکمنیدو سره په افغانستان کې سوداګري او ګمرکي عوايد کم شوي خو په دې اړه يې مشخص جزییات ورنه کړل. ‌

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي