۰
د بښنې نړیوال سازمان:

بایډن دې د افغانستان د شتمنۍ په اړه فورآ خپل تصمیم لغوه کړي

سی شنبه ۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۴۶
د بښنې نړیوال سازمان د امریکا پر ولسمشر غږ کړي، چې فورآ د افغانستان د شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه او تصمیم لغوه اعلان کړي.
بایډن دې د افغانستان د شتمنۍ په اړه فورآ خپل تصمیم لغوه کړي
د بښنې نړیوال سازمان د امریکا پر ولسمشر غږ کړي، چې فورآ د افغانستان د شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه او تصمیم لغوه اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پرون دوشنبې د کب ۲ مه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې امریکا کې د سپټمبر پېښې د قربانیانو خپلوان د عدالت، غرامت او ځواب وینې حق لري خو د افغانستان شتمنۍ د دغه پېښې د عاملانو اړوند نه دي، بلکې د افغانستان د خلکو دي، چې نن ورځ په لوږه کې تېروي.
 
د بښنې نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې امریکا باید افغانستان کې د خلکو ځان ساتنې ته پر ټولو سیاسي اهدافو لومړیتوب ورکړي.

دغه سازمان ویلي، په داسې حال کې، چې افغانستان د اقتصادي پاشلتیا پر لور روان دی، امریکا ته پکار ده، چې د مخنیوي لپاره یې جدي اقدامات وکړي او په لومړیتوب کې ځای ورکړي.

سرچینې ویلي«که امریکا غواړي په افغانستان کې له لوږې، فقر، درد او مرک څخه مخنیوی وکړي، نو باید زیاتې پیسې د دغه هېواد د خلکو په اختیار کې ورکړي.»

د بښنې نړیوال سازمان د خپلو خبرو پای کې یو ځل بیا ټینګار کړي، چې امریکا باید فورآ د افغانستان د کنګل کړې شتمنۍ په اړه کړې پرېکړه لغوه کړي تر څو دا ډاډ حاصل شي، چې د افغانستان خلکو ته پوره پیسې رسېږي.
 
باید و ویل شي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن دوه اوونۍ وړاندې د افغانستان له کنګل کړې شتمنۍ څخه ۳.۵ میلیارد ډالر د سټمبر پېښې قربانیانو ته ځانګړې کړې.

د بایدن دغه اقدام په نړیواله کچه وغندل شو او امریکا یې پر دې تورنه کړه، چې د نړۍ یو بډایه هېواد د یوه بې وزله هېواد شتمني غلا کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي