ټاکل شوې د افغانستان سره د هند د مرسته شویو غنمو یوه جوپه نن سه شنبې د کب ۳ مه افغانستان ته ورسېږي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د څلور نیم میاشتي انتظار وروسته به دا لومړی ځل وي، چې د هند مرسته شوي غنم افغانستان ته را رسېږي.
هندي رسنیو ویلي، چې د افغانستان د خلکو سره د بشردوستانه مرستو دغه جوپه به د پاکستان له لارې کابل ته ورسېږي.
یادو رسنیو دغه کار د هند او پاکستان تر منځ د ديپلوماتیک پرمختګ په برخه کې یو مهم ګام بللی دی.
دغه مرسته کې ۲ زره ټنه غنم دي، چې په ۵۰ لارۍ موټر کې به له پنجاب څخه کابل ته راورسېږي.
باید و ویل شي، چې تر اوسه پورې د دغه غنم د لېږد مخه پاکستان نیولې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل