۰

د افغانستان او پاکستان حکومني پلاوي په تورخم کې سره ګوري

دوشنبه ۹ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۲
ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي امارت او پاکستان د حکومت پلاوي د سوداګریزو چارو د پراختیا په اړه غونډه سره وکړي.
د افغانستان او پاکستان حکومني پلاوي په تورخم کې سره ګوري
ټاکل شوې د افغانستان د اسلامي امارت او پاکستان د حکومت پلاوي د سوداګریزو چارو د پراختیا په اړه غونډه سره وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا ناسته به نن په تورخم کې سره وشي او دواړه لوري به په کې په سوداګریزو اړیکو خبرې اترې وکړي.

د افغان حکومت د پلاوی مشري به د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي کوي او د پاکستاني پلاوي مشري به د سوداګرۍ او صنایعو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار عبدالرزاق داود وکړي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مولانا ظهیر وايي،  په دې غونډه کې د بندرونو د همغږۍ د کمېټې په جوړولو، په سیمه ییزو اسعارو باندې پر سوداګرۍ او د د خلکو د تګ راتګ لپاره د اسانتیاوو په رامنځته کولو خبرې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي