۰
د خبریالانو د ساتنې کمېټه:

د طالبانو استخباراتي اداره د رسنیو پر وړاندې نوی تهدید دی

پنجشنبه ۱۲ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۱۹
د خبریالانو د ساتنې کمېټې په تازه خپاره کړې راپور کې ادعا کړې، چې د افغانستان د استخباراتو اداره د دغه هېواد د خپلواکو رسنیو پر وړاندې د نوي تهدید په توګه راڅرګنده شوې ده.
د طالبانو استخباراتي اداره د رسنیو پر وړاندې نوی تهدید دی
د خبریالانو د ساتنې کمېټې په تازه خپاره کړې راپور کې ادعا کړې، چې د افغانستان د استخباراتو اداره د دغه هېواد د خپلواکو رسنیو پر وړاندې د نوي تهدید په توګه راڅرګنده شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې چې نن چهارشنبې د کب ۱۲ مه خپرو شوی راغلي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې د جنوري په ۱۹ نیټه په علني ډول د افغانستان پر رسنیو غږ وکړ څو د هغه څه له خپریدو چې "کاذب او بې اساسه شایعات" یې ګڼلي دي، ډډه وکړي.

سرچینه وايي، دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې په افغانستان کې رسنیو په کابل کې د شپې له خوا د یو شمیر معترضو مېرمنو کورونو ته د طالبانو د استخباراتي کارکوونکو د ورتګ او د یو شمېر مېرمنو د غیر قانوني نیولو په اړه راپور جوړ کړی وو.

د دې راپور له مخې، د خبریالانو د ساتنې کمیټې د غیر قانوني نیونو په اړه د طالبانو د دخالت، له خبریالانو او د رسنیو له خاوندانو څخه د تاوتریخوالي د ډکو پوښتنو ګرویږنو مستند جوړ کړی دی.

دې کمیټې ویلي دي سره له دې چې ډیر تماسونه یې ونیول خو د طالبانو د استخباراتو له چارواکو سره په خبرو بریالي نشول.

دد ې راپور له مخې ، د تیر کال په اګست کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د افغانستان د رسنیو سیاست په لومړیو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا تنظم کېده، خو وروسته دا چارې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ته وسپارل شوې.

یادې کمېټې زیاته کړې، د طالبانو مشرانو د ازادو رسنیو د فعالیت په اړه زغم نندارې ته وړاندې کړی دی ، خو هغوی د رسنیو د فعالیت په اړه "مبهم طرزالعمل" وړاندې کړی چې د هغوی له خبرو او عمل سره یووالی نه لري.

راپور وايي، د طالبانو د رسنیو ستراتېژي په دوو پایو ولاړه ده، یو دا چې نړیوالو ته د رسنیو مناسب تصویر وړاندې کوي خو په اصل کې پر خبریالانو فشار واردوي.

سرچینه زیاتوي، پر افغان رسنیو د محدودیتونو لومړی پړاو د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې په اولسمه پر کابل د طالبانو له واکمنیدو دوه ورځې وروسته پلی شو.

په راپور کې ویل شوي، په هغه وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د رسنیو د فعالیت لپاره یو کاري چوکاټ چې "وړاندیزونه" یې وبلل، اعلان کړل.

دغه کمېټه د یو شمېر رسنیو د راپورونو په حواله وايي،مجاهد ټینګار وکړ چې هېڅ پروګرام باید له اسلامي ارزښتونو سره ټکر ونه لري، راپور باید بې طرفه وي او د ملي ګټو خلاف خپور نه شي.

کمېټه زیاتوي، له رسنیو سره د طالبانو چلند افغان خبریالان له ستونزمن حالت سره مخ کړي او داسې ښکاري چې له دوو لسیزو ودې وروسته اوس کېدای شي د رسنیو فعالیت د ځوړ یوه فصل ته داخل شي.

په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز GMIC د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۱۹ نیټه د رسنیو لپاره ۱۱ نوې مقررات اعلان کړل چې رسنۍ باید د محتویاتو د برابریدو په برخه کې له دې مرکز سره همغږي وکړي.
 
د راپور په وینا، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د نومبر به ۲۱ نیټه نور سخت مقررات وضع کړل چې له مخې یې مېرمنې په ټلویزیوني ډرامو کې له راڅرګندیدو منع کړې او حکم یې وکړ چې ښځینه خبریالانې او ویندویانې باید پر سکرین د راڅرګندیدو پرمهال حجاب وکړي.

په راپور کې ویلي وشي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته، طالبانو د پاکستان او ایراني خبریالانو‌په ګډون څو خبریالان نیولي دي او په یو شمیر مواردو کې یې هغوی وهلي ټکولي هم دي.
 
اسلامي امارت تر اوسه دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې دا ډول راپورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې دوی د قانون په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته پوره ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي