ایرو ایشیا رېویو په یوه اوږده مقاله کې وايي، بایډن په وروستۍ وینا کې د افغانستان په اړه هېڅ راز څرګندونې ونه کړې او دا مسئله د امریکایانو له نیوکو سره مخ شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مقاله کې ویل شوي، بایډن باید د افغانستان پر مسئله تمرکز کړی وای، ځکه دلته یې سخته ماتې خوړلې ده او ان د افغان حکومت د سقوط په ورځو کې هم دیارلس امریکایان وژل شوي او د امریکا هوایي برید ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله واړوله.
سرچینه زیاتوي، په دې ډول سترګو پټولو بایډن نه شي کولی په افغانستان کې د امریکا د ماتې حقیقت د خلکو له پامه وغورځوي؛ ځکه دلته د زرګونه امریکایانو مالیات لګول شوي، شل کاله جګړه شوې ده او امریکايي حکومت باید په دې تړاو امریکایي وګړو ته ځواب ویونکی وي.
جمهورخبري آژانس:کابل