۰

پاکستان هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري وباسي

سی شنبه ۲۴ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۳۰
پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د حکومت په حواله وايي، غواړي ټول هغه افغان کډوال چې پاکستان کې مېشت دي او قانوني اسناد نه لري وباسي.
پاکستان هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري وباسي
پاکستاني رسنۍ د دغه هېواد د حکومت په حواله وايي، غواړي ټول هغه افغان کډوال چې پاکستان کې مېشت دي او قانوني اسناد نه لري وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې رسنۍ زیاتوي، پاکستاني حکومت پرېکړه کړې چې د نوو قوانینو پر بنسټ د افغانانو پر سفرونو لا ډېر بندیزونه ولګوي او له اسنادو پرته د تګ راتګ اجازه ور نه کړي.

تر دې وړاندې په سپین بولدک کې خلک یوازې د پېژندپاڼو په مرسته هم تر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتلی شوی، خو پاکستان وایي له دې وروسته دا چاره ناممکنه ده.

همدا راز پاکستاني حکومت ټینګار کړی چې دغه هېواد ته له قانوني اسنادو پرته تللي افغانان به ژر بېرته خپل هېواد ته ولېږي.

د نویو محدودیتونو او قوانینو د عملي کولو چاره د پاکستان استخباراتي ادارې ته سپارل شوې ده او دوی ویلي چې ژر تر ژره به په پاکستان کې مېشت د قانوني اسنادو نه لرونکي افغانان وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي