د بښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وروستۍ پرېکړې او فرمان هرکلی کړی او هغه یې ستایلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بایډن په یوه تازه فرمان کې امریکا ته ورغلو افغان کډوالو ته په امریکا کې د ۱۸ میاشتې موقت اوسېدو جواز ورکړی دی.
د بښنې نړیوالې ادارې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې د بایډن له لوري افغانانو ته د موقت اوسېدو چانس ورکول یو غوره اقدام دی او په دې توګه به دوی له بحراني وضعیت وژغورل شي.
سرچینې زیاته کړې، د موقت اوسېدو چانس ورکول به ستونزه حل نه کړي او کافي نه ده، خو یو غوره اقدام دی.
دوی له امریکا غوښتي چې د افغان کډوالو حقونو ته درناوی وکړي، ستونزې یې په بنسټيزه توګه حل کړي او په دې برخه کې دې یوه ځانګړې کړنلاره رامنځ ته کړي څو وکړی شي د زرګونه افغانانو په ژوند کې اغېزناک بدلون راولي.
د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون چهارشنبې د کب ۲۵ مه د یوه فرمان په ترڅ کې امریکا کې افغان کډوالو ته د موقتې اوسېدنې اجازه ورکړه.
د موقتې ساتنې په نامه دغه جواز افغانانو ته اجازه ورکوي چې د موقتې مودې لپاره په دغه هېواد کې د ایستلو له ګواښ خوندي وي.
د بایډن په فرمان کې راغلي، چې تر شاوخوا اتلسو میاشتو پورې دغه افغانان په امریکا کې د موقتې ساتنې له امتیاز برخمن دي او په امریکا کې کار او اوسېدو لپاره غوښتنې سپارلی شي.
امریکا وایي، په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د کار او یا هم زده کړو لپاره امریکا ته راغلي وو، خو د وضعیت له اوښتلو سره هلته پاتې شوې دي.
دوی په موقته توګه د اوسېدو جواز لري، خو کولی شي په دې موده کې د دایمي اوسېدو لپاره هلې ځلې وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل