۰

هند ته د افغانستان په اړه کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې

شنبی ۶ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۶
هند وایي د افغانستان په تړاو په چین کې جوړېدونکي کنفرانس ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.
هند ته د افغانستان په اړه کنفرانس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې
هند وایي د افغانستان په تړاو په چین کې جوړېدونکي کنفرانس ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شینکر په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دوی تمه لري چې د افغانستان مسئله حل شي او دغه هېواد ته دایمي ثبات راشي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان د ګاونډي په توګه چین کې جوړېدونکي کنفرانس کې دوی ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

بلخوا کابل ته د چین د بهرنیو چارو وزیر په وروستي سفر کې افغان لوري ته په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ټاکل شوې چې دغه کنفرانس د روانې میلادي میاشتې په دېرشمه او یودېرشمه نېټه جوړ شي.

په دې کې به د افغانستان د ټولو ګاونډیو هېوادونو استازي ګډون کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي