۰

 نن به د افغانستان په اړه چین کې غونډه جوړه شي

چهارشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۰۷
ټاکل شوې نن د افغانستان په اړه د افغانستان د ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو د استازو په ګډون یوه مهمه غونډه جوړه شي.
 نن به د افغانستان په اړه چین کې غونډه جوړه شي
ټاکل شوې نن د افغانستان په اړه د افغانستان د ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو د استازو په ګډون یوه مهمه غونډه جوړه شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غونډې کوربتوب چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي کوي، نن چهارشنبې د وري ۱۰ مه پیلېږي او سبا به هم دوام ولري.

په دغه غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو سربېره د امریکا، روسیې، قطر او اندونزیا د بهرنیو چارو وزیران او استازي هم ګډون کوي.

چین وايي، د دې غونډې د جوړېدو هداف دا دی، چې نړیوال په دې حساس وخت کې د افغانانو زیات ملاتړ وکړي، ځکه په وینا یې افغانان په داخل او بهر کې له ستونزو سره مخ دي.

د دغه وزارت ویاند وانګ وینبین وايي، د غونډې ډېر تمرکز به له افغانانو سره د بشري مرستو پر موضوع راڅرخي.

امریکا هم تایید کړې، چې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی ټام وېسټ هم ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي