۰

قاهره کې د افغانستان د روغتیايي سکتور په اړه نړیواله غونډه روانه ده

چهارشنبه ۱۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۱
د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان د روغتیايی سیکتور د لنډمهالو لومړیتوبونو په اړه درې ورځنۍ غونډه روانه ده.
قاهره کې د افغانستان د روغتیايي سکتور په اړه نړیواله غونډه روانه ده
د مصر پلازمېنه قاهره کې د افغانستان د روغتیايی سیکتور د لنډمهالو لومړیتوبونو په اړه درې ورځنۍ غونډه روانه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه پرون سه شنبې د وري ۹ مه پیل شوې او د جمعې ته ورځې پورې به دوام ولري.

غونډه د روغتیا د نړیوال سازمان او یونسیف له لوري په لار اچول شوې، چې به کې د قطر، افغانستان، مرستندویه هېوادونو او موسسو پلاوي هم ګډون لري.

د غونډې په لړ کې به د راتلونکو ۱۸ تر ۲۴ میاشتو پورې د افغانستان د روغتیايی سیکتور پر لومړیتوبونو خبرې وشي.

دا لومړیتوبونه به د روغتیايي کارکوونکو شمېر، د هغوی د روزنې، د روغتیايي چارو د ادارې د تنظیم، د حکومت او موسسو ترمنځ د چارو د همږغۍ، په لنډ وخت کې د افغانستان د روغتیايی سکتور د اړتیاوو، د پولیو د محوه کولو لپاره د افغانستان د ملي بیړني عمل پلان د تطبیق او نورو چارې وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي