۰
سېف د چلډرن:

که له افغان ماشومانو سره مرسته ونه شي، ډېری به مړه شي

پنجشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۴
د ماشومانو د ژغورنې سازمان  یا سېف د چلډرن یو ځل بیا په افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
که له افغان ماشومانو سره مرسته ونه شي، ډېری به مړه شي
د ماشومانو د ژغورنې سازمان  یا سېف د چلډرن یو ځل بیا په افغانستان کې د ماشومانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان په یوه راپور کې خبرداری ورکړی، که نړۍ د افغان ماشومانو مرسته ونه کړي، په ۲۰۲۲ کال کې به په دغه هېواد کې ډېری ماشومان مړه شي.

دغه سازمان پرون چهارشنبې په یوه اعلامیه کې ویلي، د اګسټ له ۱۵مې نېټې څخه تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۴ ملیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخ دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه ماشومان مور او پلار یې د ژوندي ساتلو په خاطر له ښوونځي څخه ایستلي او کار ته ‌یې لېږلي، ځینو خپل ماشومان پلورلي او ځینو بیا خپلې کم‌ عمره لوڼې واده کړې دي.

په راپور کې ویل شوي، د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې بیا تر اوسه پورې له ۱۸،۰۰۰ نه زیات ماشومان د شري په ناروغۍ اخته شوي او ۱۴۲ ماشومان مړه شوي دي.

یاد سازمان د دغو ماشومانو د مړینې لامل روغتیايي خدمتونو ته نه‌ لاسرسی او د شري واکسین نشتوالی بللی دی.

‎اعلامیه وايي، د نړۍ مشران اوس فرصت لري چې په افغانستان کې ماشومان له لوږې او مرګ وژغوري، که دوی سبا د مرسته وونکو په مجازي کنفرانس کې بېړنۍ د اړتیا وړ بودجې ته خپله ژمنتیا وښیي.

د سېف د چلډرن د افغانستان د څانګې رئیس کرېس نیامانډا ویلي، مرستندویه هېوادونه باید په ۲۰۲۲ کال کې د بشري مرستې لپاره سخاوتمندانه ګامونه پورته کړي، که نه نو زیات شمېر ماشومان به مړه شي.

هغه زیاته کړې«حقیقت همدومره ساده او وحشتناک دی.»

‎سرچینې ټینګار کړي، نړۍ باید د افغانستان د شتمنیو کنګل د پای ته رسولو لپاره د ګامونو په پورته کولو سره او دغه هېواد ته د نغدو پیسو د لېږد رالېږد د زیاتوالي لپاره د افغانستان د اقتصاد د ثبات په خاطر لارې چارې ولټوي.

جمهورخبري آژانس:کاابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي