د بشري حقونو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په کلني راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښوودل شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه راپور کې راغلي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د بشري حقونو په وضعیت کې شاتګ رامنځ ته شوی دی.
سرچینه وايي، دوی په افغانستان کې د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه اندېښنه لري او تمه لري چې ژر تر ژره نوی حکومت د بشري حقونو په تړاو پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.
راپور زیاتوي، د ښوونځيو تړل کېدل، له کار او رهبرۍ څخه د ښځینه وو محرومېدل او ځينو نور موارد د بشري حقونو په برخه کې تر پښو لاندې شوي موارد یاد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل