د بښنې نړیوال سازمان په کابل کې وروستي بریدونه په کلکه غندلي او د دغه چاودنو په اړه یې د هر اړخیزه پلټنو غوښتنه کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دوی پر دې پېښه خواشیني دي او د ملکي وګړو وژل کېدل او له تعلیمي مرکزونو سره څېرمه بریدونه کول نه بښل کېدونکی جنایت دی.
یادې ادارې پر نوي حکومت غږ کړی، چې د دغه پېښې په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي.
په خبرپاڼه کې په ټينګار سره ویل شوی، چې د افغانستان اوسني چارواکي د خپلو خلکو د امنیت مسوول دي او دوی ته په کار ده چې ددغه ډول پېښو په اړه هر اړخیزه پلټنه وکړي او معلومات یې له خلکو سره شریک کړي.
د بښنې نړیوالې ادارې دغه راز له افغان چارواکو غوښتي چې د دغه ډول پېښو د خبري پوښښ لپاره خبریالانو ته اجازه ورکړي او د دوی د کار خنډ دې نه جوړېږي.
د یادونې ده، چې پرون سه شنبې د وري ۳۰ مه د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې پر عبدالرحیم شهید ښوونځي او یوه بل تعلمي مرکز چاودنې وشوې، چې له امله یې د چارواکو په وینا ۶ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپيان شوي.
خو عیني شاهدان وایي، په دغه پېښه کې تر ۲۵ پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل