د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني وايي، د ټولو ګډ مسوولیت دیو چې هې،اد ځان بسیاینې او سوکالۍ ته ورسوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي حقاني په تازه څرګندونو کې امنیتي کسانو او د حکومت نورو غړو ته سپارښتنه کړې، چې د بیت المال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.
ښاغلي حقاني ویلي، امنیتي کسان دې له بېځایه غوښتنو او لوړو خواهشاتو تېر شي او ټول دې د هېواد د امنیت او ځان بسیاینې په برخه کې هڅه وکړي.
د کورنیو چارو سرپرست یو ځل بیا پر خپلو کسانو غږ کړی چې د بیت المال له توکو سره دې پوره پام کوي، هر ګام دې په دقت او ایماندارۍ اوچتوي او له زړه دې د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره هڅه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل