۰
ټرمپ:

امریکا په افغانستان کې پر بې مانا جګړې ترېلیونونه ډالر ولګول

یکشنبه ۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۳
د امریکا پځواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر نظامي ماموریت نیوکه کړې او دلته یې جګړه بې مانا بللې ده.
امریکا په افغانستان کې پر بې مانا جګړې ترېلیونونه ډالر ولګول
د امریکا پځواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا پر نظامي ماموریت نیوکه کړې او دلته یې جګړه بې مانا بللې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، په افغانستان کې په بې مانا او بې لاس ته راوړنې جګړه تریلیون ډالر ولګول خو د خپل هېواد امنیت یې تامین نه شوی کړی.

نوموړي د وسلو د لېږد د ممنوعیت پر مسئله د خبرو پر مهال ویلي، د دې پر ځای چې امریکا په افغانستان کې ملت جوړونه کوله، ښه به وه چې په امریکا کې یې د خپلو بچو امنیت تامین کړی وای.

ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، د افغانستان او عراق جګړه بې مانا او بې ګټې وه، خو امریکايي حکومت باید خپل هېواد امن کړی وای.

هغه په امریکا کې وروستیو وسله والو بریدونو ته په اشاره ویلي، امریکايي حکومت باید د خلکو پر امنیت لا ډېره پانګونه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي