۰

هند کابل کې د خپل سفارت پرانیستلو ته نږدې شوی دی

چهارشنبه ۱۸ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۶
هندوستان تایمز ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله لیکلي، چې دوی په کابل کې خپلې ټولې ارزونې ترسره کړې دي او د سفارت پرانیستلو ته نږدې شوي‌ دي.
هند کابل کې د خپل سفارت پرانیستلو ته نږدې شوی دی
هندوستان تایمز ورځپاڼې د هند د بهرنیو چارو وزارت د سرچینو په حواله لیکلي، چې دوی په کابل کې خپلې ټولې ارزونې ترسره کړې دي او د سفارت پرانیستلو ته نږدې شوي‌ دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینو ویلي، دوی به خپل دیپلوماتیک فعالیت پيل کړي‌ او ښايي کونسلې چارې هم بېرته فعالې شي.

تر دې وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي‌ وو چې دوی په افغانستان کې وضعیت له نږدې ارزولی دی،‌ سفارت او پروژې یې خوندي‌ دي نو ځکه دې ته تیار دي‌ چې له افغان حکومت سره تعامل پیل کړي او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

بل خوا کابل ته هندي پلاوي تر خپل سفر وروسته هم ویلي و، چې افغانستان کې امنیت خورا ښه شوی او دوی ته داسې ښکاره شوه، چې نوړی حکومت له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې او تعامل غواړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي