تر نورستان او کنړ ولایتونو وروسته د خوست ولایت د چلغوزو په ځنګلونو کې اور لګېدلی دی خو ویل کېږي تر ډېره کنټرول شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اور د پرون یکشنبې غبرګولي ۲۲ مې له سهار د خوست د موسی خېلو او قلندر ولسوالیو اړوند غرونو کې لګېدلی دی.
ځايي اوسېدونکي وايي، د خوست د بېلابېلو سیمو او قومونو ځوانانو د دغه اور وژلو ته اشر کړی دی او تر ډېره یې کابو کړی دی.
اور د نښتر او جلغوزو په ځنګله کې لګېدلی، چې د ځايي اوسېدونکو په وینا ډېر شدید دی.
ځايي اوسېدونکي زیاتوي، چې اور اوس نېږدې په بشپړه توګه کابو شوی او ورغلي ځوانان له غره په راښکته کېدو دي.
د خوست د اطلاعاتو او کلتور مشر شبير احمد عثماني وايي، دې سيمې ته د اور وژنې وسايلو لېږدول ګران دي او پرېکړه شوې چې د اور شاوخوا سيمه کې ونې پرې کړې ترڅو د اور پراخېدو مخه ونيول شي.
ښاغلي عثماني له نورو هېوادونو او ځايي خلکو د اور مړه کولو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې په نورستان او کونړ ولایتونو کې هم ځنګليز اورونه لګېدلي وو چې ګڼ مالي زيان يې اړولی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل