د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اړوند ادارې وایي، امنیتي ځواکونو کابل کې د وروستیو چاودنو عاملین نیولي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ د ټويټونو په يوه لړۍ کې ويلي چې د کابل د وروستيو چاودنو درې تنه عاملين نن د څلورمې حوزې اړوند سليم کاروان سيمه کې نيول شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې نيول شويو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او ويلي يې دي چې د پيسو په بدل کې يې د ښار په بېلا بېلو سيمو کې چاودنې کولې.
د نيول شويو کسانو د هويت په تړاو معلومات نه دي خپاره شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل