۰

پېکنګ او کابل د نیمګړو پروژو پر بیا پيل خبرې کړې

چهارشنبه ۸ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۰۳
د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د پلاویو ترمنځ انلاین ناسته شوې ده.
پېکنګ او کابل د نیمګړو پروژو پر بیا پيل خبرې کړې
د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزارتونو د پلاویو ترمنځ انلاین ناسته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې ناسته کې پر بشري مرستو، اقتصادي بیارغونې، افغان سوداګرو ته د ویزو پر ورکړې او د نیمګړو پروژو پر بیا پیل خبرې شوې دي.

د یادونې ده، چې وړاندې تر دې هم چین په وار وار افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې بهیر د ژر پیلېدو خبر ورکړی وو.

دغه راز چین ویلي وو، ډېر ژر به د کابل او پېکنګ ترمنځ هوایي دهلیز هم بېرته پرانیستل شي.

چینایي چارواکو ټینګار کړی و چې سږکال به له افغانستان څخه د جلغوزیو واردات هم دوه چنده ډېر کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي