۰

بایډن: د فرېرېکس د خلاصون لپاره مو سختې پرېکړې وکړې

سی شنبه ۲۹ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۲۸
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره یې د خپل وګړي د خلاصون لپاره سختې پرېکړې کړې دي.
بایډن: د فرېرېکس د خلاصون لپاره مو سختې پرېکړې وکړې
د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره یې د خپل وګړي د خلاصون لپاره سختې پرېکړې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امريکايي وګړی مارک فرېرېکس چی شاوخوا ۳۰ میاشتې مخکې هغه مهال د اسلامي امارت لخوا ونیول او پرون له افغان سوداګر حاجي بشر نورزي سره په تبادله کی خوشې شو.

له سپينې ماڼۍ څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بايډن د فریرېکس کورنۍ ته ټېلېفون وکړ او د هغه د ازادېدو زیری یې وركړ.

بايډن د فريرېکس کورنۍ ته ويلي، چې هغه له ۳۱ میاشتو زندان وروسته خوشې او کور ته روان شوی دی.

نوموړي د خپل حکومت له چارواکو او اتحادي هېوادونو څخه چې د نوموړي په خوشې کولو کې یې مرسته کړې مننه کړې ده.

بایډن ویلي، د فریرېکس د آزادۍ لپاره یې په مذاکراتو کې سختې پرېکړې کړې دي.

بلخوا د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي وايي، بشر نورزی د یوه امريکايي وګړي مارک فریرېکس سره په تبادله کی راخوشې شوی چې دغه اقدام له امریکا سره د اړیکو نوی باب دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي