د افغان حکومت کابينې د نوي کابل نقشې د بیا کتنې طرحه تصویب کړه او د چارو ادارې ته یې دنده وسپارله چې د لغوه شویو ادارو بې برخليکه کارکوونکي وزارتونو ته وروپېژني تر څو پر دندو وګومارل شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په یاده غونډه کې د عامې روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې هغو معتادينو ته لومړیتوب ورکړي چې راټول کړل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نوي کابل نقشې د بیاکتنې طرحه تصویب او د ښار جوړونې او ځمکو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پلې کېدو لپاره یې پر وخت اصولي کړنې ترسره کړي.
بیان کې د نوي کابل په اړه جزييات نه دي ورکړل شوي، خو ټاکل شوې چې د کابل نوی ښار د کابل په شمال ختيځ، په ده سبز او باریکاب کې جوړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل