۰

بدخشان کې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

دوشنبه ۴ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۰۶:۳۴
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بدخشان ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بدخشان کې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې بدخشان ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون یکشنبې د تلې ۳ مه د بدخشان مرکز فیض آباد ښار کې د ښاروالۍ څنګ ته شوې ده.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان دي، چې ټول ملکي وګړي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي