سیمه ییز چارواکي وايي، د بلخ برېښنا ریاست په دغه ولایت کې ۱۵ فابریکو برېښنا چمتو کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د برېښنا ریاست وايي، دوی د بلخ ولسوالۍ فابریکو ته د برېښنا ۲۰ کلیو ولټ مزی تړلی او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
سرچینې زیاته کړې، د دغه مزي په تړل کېدو سره ۱۵ فابریکو ته برېښنا چمتو شوې او هڅه کېږي، چې په راتلونکې کې ۱۰ نورې فابریکې هم له برېښنا برخمنې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل