۰

افغانستان او پاکستان د کرکټ ۲۰ اوریزه لوبې کوي

سی شنبه ۴ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۱۷
د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سيټي ویلي، پاکستان او افغانستان به په عربي متحده اماراتو کې درې شل اوریزې سيالۍ ترسره کړي.
افغانستان او پاکستان د کرکټ ۲۰ اوریزه لوبې کوي
د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سيټي ویلي، پاکستان او افغانستان به په عربي متحده اماراتو کې درې شل اوریزې سيالۍ ترسره کړي.

سيټي د یوه رسنیز کنفرانس پر مهال زیاته کړې، د دواړو هېوادونو د کرکټ ادارې هوکړې ته رسېدلي او دی د پاکستان حکومت اجازې ته منتظر دی.

ده ویلي«د افغانستان کرکټ له چیرمین او اجرایوي رییس سره زما ملاقات وشو په دوبۍ کې، د هغوی غوښتنه دا وه چې موږ ته درې مېچونه راکړه، زما موقف دا و چې که د کرکټ نړیوال جام سوپر لیګ سیالۍ ترسره کړو دواړو هېوادونو ته یې ګټه نه شته ځکه نړیوال جام ته مو لار موندلې ده، خو دا چې اسټرالیا له تاسې سره لوبې ونه کړې او ستاسې ډېر تاوان وشو، نو پاکستان او افغانستان به درې شل اوریزې سیالۍ په شارجه کې ترسره کړي.»

د پاکستان کرکټ مشر زیاتوي، دا سيالۍ به د «پاکستان سوپر لیګ» تر سیالیو وروسته ترسره کېږي او له لوبو څخه لاسته راغلې ګټه به دواړه بورډونه په شریکه تقسیموي.

نجم سيټي  وايي، تر دې دمه د پاکستان حکومت له لوري اجازه نه ده ورکړل شوې، خو په وینا یې، ډاډه دی چې حکومت به د سیاليو لپاره ډېر ژر اجازه ورکړي.

وروسته له هغې چې اسټرالیا له افغانستان سره په مارچ میاشت کې له لوبو کولو انکار وکړ، د افغانستان کرکټ بورډ ادارې و ویل ډېر ژر به له پاکستان سره یوه لوبلړۍ اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي