۰

مارټین ګریفیټس د افغانستان په اړه ملګرو ملتونو ته راپور وړاندې کوي

یکشنبه ۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۰۷:۲۴
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس سبا ملګرو ملتونو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.
ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس سبا ملګرو ملتونو ته د افغانستان په اړه خپل راپور وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند سټیفین دوجاریک خبریالانو ته ویلي، دا غونډه به د نیویارک په وخت د سهار په یولسو بجو ترسره شي چې په دې غونډه کې به د ماشومانو د ژغورنې د ادارې اجراییه رییس جانتي سورپیو او د ماشومانو د وجهي صندوق مرستیال عمر عبدي هم برخه واخلي، همداراز به د پاملرنې موسسې مشره سوفیا پینیرو په دې غونډه کې انلاین ګډون وکړي.

د مارټین ګریفیټس په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوی د افغانستان بشري وضعیت ته تر اندېښنو وروسته او د طالبانو له لوري په نادولتي موسسو کې د مېرمنو د کار له بندیز وروسته تېره اونۍ کابل ته ولاړ او د طالبانو له یو شمېر چارواکو سره یې وکتل.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي