د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثناالله په پېښور کې د پولیسو پر جومات له برید وروسته، یو ځل بیا په افغانستان کې د پاکستاني ط البانو د پټنځايونو د موجودیت کنايوي ادعا کړې ده.
نوموړي په مشخص ډول د افغانستان نوم نه دی اخستی خو ويلي یې دي، چې په يو ګاونډي دوست هېواد کې د طالبانو خوندي ځالې موجودې دي چې هغوی هلته پلانونه جوړوي او په پاکستان کې بریدونه کوي.
خو افغان حکومت مخکې په دې اړه د پاکستاني چارواکو ادعاوې رد کړې وې.
پاکستان بيا- بيا په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د پټنځايونو د موجودیت ادعا کړې، خو په دې اړه ېې تر اوسه مستند اسناد نه دي وړاندې کړي.
پاکستان پر داسې مهال افغانستان کې د ترهګرو د ځالو ادعا کوي، چې دغه هېواد په خپله په نړیواله کچه د ترهګرۍ تر ټولو لوی مرکز دی او د شنونکو په وینا پاکستان اوس له خپلې لمنې اور اخیستی دی.
ځینې خو ان په دې اند دي، چې دغه ډول بریدونه خپله د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو کار دی او دوی د خپل ځان د ژغولو لپاره ځینې تکتیي بریدونه او چاودنې کوي.
جمهورخبري آژانس