ځايي سرچینې وايي، د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ کې یوه ډاکتره د یوه کس یا نامعلومه کسانو له خوا په دار ځړول شوې ده.
د خلکو په وینا د دغه ډاکترې چې نازدانه نومېږي، جسد د غوايي په ۲۵ مه نېټه د خلکو په واسطه روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د دغه پېښې د رامنځ ته کېدو لامل معلوم نه دی، خو طالبانو د یادې ډاکترې خاوند نیولی دی.
ویل کېږي ډاکتر نازدانې د جاغوریو د غجور سیمې په کلېنیک کې کار کاوه او دوه ماشومان هم ترې پاتې شوې دي.
جمهورخبري آژانس